ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې او مالداري وزارت مرستیال: افغانستان اوس‌مهال د کوکنارو پر ځای د زعفرانو په غوره توليدوونکي هېواد بدل شوى

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني له جرمونو او نشه‌يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې (یو ان او ډي سي) له مشرې انوباسود او د ملګرو ملتونو د بدیل پراختیايي پروګرام له رییس سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې مولوي صدراعظم عثماني ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې د کوکنارو له ستر توليدونکي څخه د زعفرانو په غوره توليدونکي هېواد بدل شوى دى.

نوموړي زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه بايد په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي، ځکه اسلامي امارت په کمې بودیجې سره توانېدلی چې د کوکنارو د کښت مخه ونيسي، د روږدو کسانو درملنه وکړي او د کوکنارو بديل کښتونه ترویج کړي.

له جرمونو او نشه‌يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې (یو ان او ډي سي) مشرې انوبا سود ویلي؛ د دوحې دویمه غونډه، چې یوه تخنیکي غونډه وه نه یو کنفرانس له نشه‌يي توکو سره د مبارزې، کډوالۍ، د اقلیم بدلون او خصوصي سکټور باندې خبرې اترې وشوې.

دغه‌راز د دوحې درېیمه غونډه یوه سیاسي ناسته ده، چې د خصوصي سکتور، بانکدارۍ او کوکنارو د کښت په اړه پکې زیات تمرکز کېږي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کوکنارو د بدیل کښت د ودې په موخه پنځه کلنه طرحه جوړه کړې ده، چې په پلي کېدو سره یې د کوکنارو د کښت مخه نیول کېږي او کرنه هم ورسره غوړېږي.