د هېواد د لوړو زدهکړو او پوهنې وزیرانو د فدراتیف روسیې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو دویمې نړیوالې ناستې په څنډه کې د تاتارستان هېواد د کازان ښار له پوليتخنیک پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو او مل پلاوي د کازان ښار د پوليتخنیک پوهنتون له مشرتابه سره ناسته وکړه او وروسته یې د دغه پوهنتون له څېړنیزو مرکزونو، صنفونو، لابراتوارونو او لیلیې څخه لیدنه وکړه.
افغان لوري د یاد پوهنتون له مشرتابه سره د لیدنې پر مهال له هغوی غوښتي، چې په تخنیکي برخو کې له افغانستان سره ګډې همکارۍ وکړي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.
دغه ناسته چې ۴۲ هېوادونه یې غړیتوب لري او هر کال د فدارتیف روسیې په تاتارستان هېواد کې جوړیږي، موخه یې د غړو هېوادونو تر منځ د ګډو علمي همکاریو ایجاد، په راتلونکي کې د ګډو اکاډمیکو پروګرامونو جوړول او د یو بل له تجربو څخه ګټه اخیستل او په علمي ډګر کې د شته ستونزو پر وړاندې مبارزه ده.

