د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي پریکړهلیک تصویب د غزې د خلکو د نسلوژنې د پای ته رسولو لپاره یو لومړنی گام بولي، چې په دې تړانګه کې د دایمي اوربند د رامنځته کولو او د غزې د خلکو لپاره عادي ژوند ته د زمینې برابرولو لپاره رښتینې خبرو اترو ته اړتیا لري.
یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د غندلو تر څنګ، د فلسطیني وګړو د یوه خپلواک هېواد درلودلو له تاریخی حق څخه ملاتړ کوي.

