د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نور الدین عزیزي سره په لیدنه کړې.
ښاغلي عزیزي روسیې او د سیمې نورو هېوادونو ته د خپل وروستي سفر راپور او لاسته راوړنې له مولوي عبدالکبیر سره شریکې کړې او دا سفر یې له لاسته راوړنو ډک بللی دی.
نوموړي ویلي، چې هېواد کې د برېښنا پر تولید، د کانونو پر استخراج، هېواد ته د نفتي موادو او خوراکي توکو پر وارداتو، سیمه ییز اتصال او د ترانزیټ په اړه مهمې ناستې وشوې، چې پایلې یې دافغانستان او سیمې په ګټه وې.
د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په وینا؛ په دې سفر کې افغان پلاوي د تاتارستان له ولسمشر سره هم لیدنه کړې او دا سفر د ګډونوالو د پام او هرکلي وړ وګرځيد، چې په ښوونیزه او تحصیلي برخه کې هم دسیمې هېوادونو له اسلامي امارت سره د همکارۍ ټټر وواهه.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر ویلي، چې له سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اقتصادي اړیکې د ټولو لوریو په ګټه دي او په دې برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅې د ستایلو دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د نفتي او لومړنیو توکو په برخه کې دسیمې هېوادونه د افغانستان لپاره ښه انتخاب دي او دې برخې ته به پام وشي.
محترم مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته دسیمې او نړیوالوهېوادونو او کمپنیو سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړي کولو، افغانستان ته د هغوی د توجه راجلبولو او په هېواد کې د پانګونې په اړه اړینې سپارښتنې وکړې.

