ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د اوربند په تړاو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک؛ حماس یې هرکلی کړی

تېره دوشنبه (د غبرګولي په ۲۱مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا له لوري د غزې د اوربند اړوند وړاندې شوی پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

حماس په غزه کې د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه منلې. د دغه غورځنګ مشر سامي ابو زهري ویلي؛ حماس د اسرائيلي ځواکونو د وتلو او د اسرائيلو په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو او د اسرائیلي یرغمل شویو د تبادلې په اړه له پرېکړې سره موافق دی.

امریکا، سعودي عربستان او د کویټ دولت د ملګرو ملتونو یاد پرېکړه‌لیک هرکلی کړی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ملاتړ کړی او ویلي يي دي، غزه کې به د اوربند نه وروسته د پلانونو په اړه خبرې په راتلونکو دوو ورځو کې دوام وکړي.

د سعودي عربستان د بهربنو چارو وزرات هم د تلپاتې اوربند په موخه د ټولو نړیوالو هڅو مننه کړې او دا یې د سیمې ثبات او نړیوالې سولې لپاره ښه لاسته راوړنه بللې.

د کویټ بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا پرېکړه‌لیک په غزه باندې د صهیونیستي رژیم د تېري مخنیوي لپاره یو مهم او اساسي ګام دی.

یاد پرېکړه‌لیک درې پړاوونه لري، چې په لومړي پړاو کې یې سملاسي او بشپړ اوربند، د بندیانو خلاصول او د غزې له ګڼ‌مېشتو سیمو د اسرائیلي پوځیان وتل پکې شامل دي.

دویم پړاو کې د اعلان شوي اوربند په جریان کې به دواړه خواوې د امنیت په ټینګښت خبرې وکړي.

همداراز په درېیم پړاو کې به د وحشیانه جګړې په ختمېدو او د غزې په بیارغونه خبرې کیږي.

په دې جګړه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم څه باندې ۳۶ زره فلسطینیان شهیدان کړي، چې ډېری پکې ښځې او ماشومان دي.

یاد پرېکړه‌لیک ته د امنیت شورا له ۱۵ غړو څخه ۱۴ مثبته او روسیې بیا بې‌پرې رایه ورکړې ده.