ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اروپايي ټولنې او ډنمارک هېواد له افغانستان سره شاوخوا ۱۵۷ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې

اروپايي ټولنې او ډنمارک هېواد له افغانستان سره د شاوخوا ۱۵۷ میلیونه یورو د مرستو خبر ورکړی.

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو څانکه وايي، چې دا مرسته به په افغانستان کې د پوهنې او تحصیلي بنسټونو د پیاوړتیا تر څنک د اقلیمي بدلون پر وړاندې په مبارزه او بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو ته د خداماتو برابرولو په برخه کې ولګول شي.

“په ۲۰۲۴ کال کې د اروپايي ټولنې بشري مرستې به نږدې ۱۵۰ میلیونه یورو ته ورسېږي. د یادو مرستو له جملې به ۱۲۶ میلیونه یورو په افغانستان کې د ننه او څه باندې ۱۱ میلیونه یورو پاکستان او نږدې همدومره نورې به په ایران کې د افغان کډوالو د اړتیاوو په پوره کولو کې ولګول شي.”

ورته مهال اقتصاد وزارت د اروپايي ټولنې او ډنمارک هېواد د مرستو هرکلی کړی او ویلي یې دي؛ اړتیا ده چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې او بهرني هېوادونه او بنسټونه افغانستان کې پراختیايي پروژې پلې کړي.

د اقتصادي چارو شنوونکي له افغانستان سره د اورپايي ټولنې او بهرنیو هېوادنو مرستې ګټورې بولي او وايي، چې دا مرستې باید له اسلامي امارت سره په همغږي په سمه توګه مدیریت شي.

د دې تر څنګ افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې دې هېواد کې د خوړو خوندیتوب تر پخوا ښه شوی او دغه بنسټ د روان کال تر پایه په بېړني ډول ۶۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.