ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره ورځ نږدې ۴۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ تېره ورځ (د غبرګولي پر ۲۱مه) ۳۷۱ تنه افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي.

یاد وزارت زیاته کړې؛ د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې ۵۶ کورنۍ، چې ۲۶۱ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوي دي .

دغه راز د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې ۲۴کورنۍ، چې ۱۱۰ تنه کیږي په جبري توګه د سپین بولدک فرضي کرښې له لارې له پاکستان څخه راستنې او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، له هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته هم شوې.