ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده‌کړو وزیر: اسلامي امارت د هېواد د تحصیلي نظام پیاوړتیا او پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه لري

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د روسیې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو د نړیوال کنفرانس په څنډه کې د تاتارستان په کازان ښار کې له مېشتو افغان محصلینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر، د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا په شتون کې د افغان استادانو او محصلینو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري رامنځ ته شویو اسانتیاوو ته په اشارې ویلي؛ اسلامي امارت د هېواد د تحصیلي نظام پیاوړتیا او پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کړې او دغه وزارت ته یې پوره بودیجه په واک کې ورکړې، چې د هېواد د لوړو زده کړو په تاریخ کې بې سارې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ د امیرالمومنین حفظه الله په لارښوونه ټولو امارتي ادارو ته دنده سپارل شوې، چې د خپلو ادارو په خالي بستونو کې د هېواد د تحصیلي بنسټونو فارغان جذب کړي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر له محصلانو غوښتي، چې په شوق او لېوالتيا سره خپلو زده کړو ته پاملرنه وکړي او د خپلو ديني او ملي ارزښتونو د ساتنې ترڅنګ د کوربه هېواد قوانينو، مقرراتو او فرهنګي ارزښتونو ته هم پاملرنه وکړي او د خپل هېواد ښه استازیتوب وکړي.

په پای کې یادو محصلینو د لوړو زده کړو وزیر له سفر څخه د خوښۍ په څرګندولو سره خپلې یو لړ غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې ورسره شریکې کړي، چې د نوموړي له لوري د افغان سفارت او د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم ریاست مسولینو ته لارښوونه شوې، څو د دوی د ستونزو د حل لپاره عاجل اقدامات وکړي.

د یادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو وزیر د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي په ملتیا د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په دویم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د فدراتیف روسیې د تاتارستان هېواد کازان ښار ته سفر کړی، چې په یاد کنفرانس کې به وینا هم وکړي.