ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نصیرات د بې‌ځایه شویو پر کمپ د اسرائیلي یرغلګرو مرګوني بریدونه؛ د فلسطیني شهیدانو شمېر له ۳۷ زره واوښت

د فلسطین روغتیا وزارت د تازه شمېرو پر بنسټ پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۳۷ زره او ۸۴ فلسطینیان شهیدان او ۸۴ زره او ۴۹۴ نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

له بل لوري د تېرو دوو ورځو راهیسې پر نصیرات بې‌ځایه شویو میشت‌غالو د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله د شهیدانو شمېر د ۶۴ ماشومانو په ګډون ۲۷۴ تنو ته رسېدلی او شاوخوا ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.

ورته‌ مهال یوشمیر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو پر نصیرات بې‌ځایه شویو کمپ د اسرائیلي یرغلګرو وروستي بریدونه په کلکه غندلي دي.