ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لا روغتیایي چوپړتیاوو برابرولو لپاره د عامې روغتیا وزارت هڅې؛ هېواد کې نږدې پینځه زره روغتیايي مرکزونه فعالیت لري

د عامې روغتیا وزارت ویلي، دا مهال د پلازمېنې په ګډون په ټولو لرو ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو د یو شانوالي هڅې رواني دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل ویلي؛ دا مهال لسګونه زره طبې کادرونه په نږدې پینځه زره روغتیایي مرکزونو کې په دندو بوخت دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره شاوخوا ۳۵۰ نوي روغتیایې مرکزونه جوړ شوي او روان کال کې به نیمه پاتې پروژې هم بشپړي شي.

ورته مهال یو شمېر هېوادوال د عامې روغتیا وزارت هڅې ستایې او په روغتیایې برخو د لا اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ روان ۱۴۰۳ زیږدیز کال کې به شاوخوا شپږ زره تنه نور کارکوونکي په روغتیایې مزکرونو کې وګمارل شي.