ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر د خپل روسي سیال سره په لیدنه کې؛ روسېي ته یې د افغان کاریګرو د قانوني لېږد طرحه وړاندې کړې

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د سنټ‌پټرزبرګ ۲۷مې اقتصادي سرمشریزې په څنډه کې د روسیې د کار او ټولنیز خوندیتوب وزیر انتون کوټیاکوف، سره په لیدنه کې د اقتصادي، سوداګریزو او دوه ‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي دي.

په دې لیدنه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر خپل روسي سیال سره په خبرو کې هغه هېواد ته د افغان ماهر او نیمه‌ماهر کاریګرو د لیږد، د غوره کار،  ټولنیز خوندیتوب په سکتورونو کې د خپلو تجرو شریکولو او په یادو ډګرونو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونو د برابرولو په اړه خبرې کړي او روسیې هېواد  ته د افغان کاریګرو د قانوني لیږد په اړه یې یوه طرحه هم له کوټیاکوف سره شریکه کړې ده.

د سنټ پټرزبرګ ۲۷مې اقتصادي سرمشریزې کې ملا عبدالمنان عمري ویلي؛ افغانستان د اسیا په زړه کې د جیواکونومیک او جیوستراتیژیک موقعیت په درلودلو سره د اسیا شمال او جنوب په نښلولو کې د پله حیثیت لري او د انرژۍ او نورو اقتصادي او سوداګریزو توکو په لیږد او راکړه ورکړه کې ډیر بالقوه فرصتونه لري، د سیمې په امنیت کې ارزښتمن مثبت رول لري او هیله ده د سیمې هېوادونه همدې خصوصیاتو ته په کتو د افغانستان اسلامي امارت سره مثبت تعامل وکړي.

ملاعبدالمنان عمري زیاته کړې؛ په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت د سولې او امنیت په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي او د اقتصادي فعالیتونو لپاره یې باثباته چاپیریال رامنځته کړی دی.

نوموړي ویلي؛ زموږ د اقتصادي پالیسي موخه د یو سوکاله او پر خپلو پښو د ولاړ افغانستان جوړول دي، چې د سیمې په اقتصادي پلانونو کې مرسته کولی شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر زیاته کړې؛ د مختلفو هېوادونو له تحریماتو او بندیزونو څخه افغانستان تر بل هر هېواد ډېر متأثر دی، او نور باید دا تحریمونه پای ته ورسیږي.

ملا عبدالمنان عمري زیاته کړې؛ افغانستان باید د چین د یو کمر بند- یوه لاره پروژې څخه هم استفاده وکړي او همداراز په ازاد سوداګرې کې د افغانستان رول او په همدې برخه کې د اوراسیا مطرحو هېوادونو اتصال په اړه  باید د افغانستان له جغرافیوي جوړښت څخه ښه ګټه واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اوراسیا په وصل کې پراته هېوادونه باید د افغانستان د اوسپنې پټلۍ او همدارنګه د سړکونو په پراختیا او رغونه کې همکاري وکړي، د اوراسیا همدغه اقتصادي موخه د لاسته راوړنې په خاطر د افغانستان د انرژۍ او ټکنالوژۍ په برخه کې باید لا ډیره پراختیا وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرڅرګنده کړې؛ افغانستان د اقتصادي همکاریو او مشارکت لپاره چمتو دی‌.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ ژمن یو چې په اقتصادي وده کې افغانستان پورې تړلې ټولې ننګونې له منځه یوسو او اقتصادي ودې ته داسې چاپیریال را منځ ته کړو چې نه یواځې د افغانستان بلکه د ټولې سیمې په ګټه وي.