ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سوالګرو راټولولو کمېسیون مشر: تر دې مهاله څه باندې ۱۴ زره اړمنو سوالګرو لاسنیوی شوی

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال او د سوالګرو راټولولو کمېسیون مشر ملا عبدالحق اخوند همکار ویلي؛ تر دې مهاله یې ۵۳ زره سوالګر راټول کړي، چې له ډلې یې ۱۴ زره او ۵۰۰ کورنۍ له ارزونې وروسته اړمنې ثابتې شوي، چې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ورپیژندل شوي او پاتې نور یې حرفوي سوالګر دي، چې د ثبت او بایومیتریک وروسته په ضمانت خوشې شوي دي.

ښاغلي همکار زیاته کړې، هغه حرفوي سوالګر چې د ثبت او بایو میتریک وروسته بیا هم سوال کولو ته مخه کړي تر نیولو وروسته به په حبس محکوم شي.

ورته مهال عام خلک د اسلامي امارت دغه اقدام ستایلی او ویلي يي دي، پدې سره په ټولنه کې اصلي بې وزله له حرفوي او مسلکي سوالګرو جدا او د حکومت لخوا به یې لاسنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون د عاليقدر امیرالمومنین حفظه الله له لورې توشیح او د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

دغه قانون په یوه مقدمه درې فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی، چې له مخې به یې حرفوي سوالګر په حبس محکو م شي.