د چاپېریال ساتني ملي ادارې عمومي رییس حافظ عزیز الرحمن او د دې ادارې متخصصینو په انلاین توګه د چاپېریال ساتنې نړیوالې تسهیلاتي شورا له سکرتریت او د دې شورا له دایمې غړي ماهر عبدالرحیم سره غونډه کړې.
په دې انلاین مشورتي غونډه کې د افغانستان ترڅنګ پاکستان، عراق، لبنان، یمن، سوریې او اردن هېوادونو اړونده مسولینو او استازو هم برخه اخیستې وه.
ماهر عبدالرحیم د يادو اوو هېوادونو په استازیتوب د GEF نړیوالي شورا دایمي غړیتوب لري.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د اقلیمي بدلون پروژې چې دا مهال په ځنډول شوې دي د محیط زیست نړیوالې تسهیلاتي شورا غړي ماهر عبدالرحیم سره په بحث کې مطرح کړې او غوښتنه یې کړې، چې دغه پروژې دي ښاغلي عبدالرحیم د یادي شورا په غونډه کي مطرح او ملاتړ یې وکړي.
په دې ځنډول شویو پروژو کې د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د ځمکې د تخریب څخه د مخنیوي، د ځنګلونو د ساتنې او بیا احیا کولو مدیریت او له همدې لارې د سیمه ییزو خلکو د ژوند د پیاوړتیا پروژه، د ۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د اقلیمي بدلون سره د اوبو د سازګاره مدیریت پروژه، د ١٠ میلیونو ډالرو په ارزښت د تخریب شویو ایکوسیستمونو د بيارغوني پروژه او همدارنګه د ١.١٦ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د نورستان ملي پارک د دوامداره مدیریت پروژه شامله ده، چې له ښاغلي عبدالرحیم سره ورباندي بحث او خبري وشوې.
د چاپېریال ساتني ملې ادارې رهبرۍ ټینګار کړی، دا پروژې د افغانستان د خلکو حق دی چې د تېرو دریو کلونو راهیسي ځنډول شوي دي او ګټه یې یواځې محلي ټولنو او د افغانستان هغه قشر ته رسیږي چې د اقلیم بدلون له منفي پایلو څخه رنځ وړي.
نوموړي زیاته کړې؛ د يادې غونډې څخه یې موخه دا ده، د GEF نړیواله شورا چې ټاکل شوې د روان کال د جون له ١٧ څخه تر ٢٠ نېټې پورې په امريکا کې جوړه شي او غونډه وکړي، د افغانستان ځنډول شوې پروژې تر بحث لاندي ونیسي او له ځنډ څخه وویستل شي.
حافظ عزیز الرحمن ویلي؛ محیط زیستي مسایل باید په هیڅ صورت سیاسي نشي او هیله مو دا ده، چې د GEF اړوند ځنډول شوې پروژې ژر تر ژره پیل شي.
د چاپېریال ساتني ملي ادارې مشرتابه هوډ څرګنډ کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو نړیوالو چاپېریالي کنواسینونو ژمنو ته ژمن دی او غوښتنه یې له نړیوالو بنسټونو، ډونرانو او مرستندویه موسساتو څخه داده چې په هېواد کې د بشپړ امنیت په ټینګښت سره کولی شې پروژې پلي او عملي کړي.
د GEF نړیوالي شورا دایمي غړي ماهر عبدالرحیم د غونډي د ګډونوالو د نظرونو، وړاندیزونو او غوښتنو تر اورېدو وروسته ژمنه کړې، چې هڅه به وکړي د دې هېوادونو په استازولۍ د وړاندیز شويو پروژو تایید ترلاسه کړي.
نوموړي ویلي؛ دا مهال په ځانګړې توګه افغانستان د اقلیمي بدلونونو د ناوړو پایلو قرباني دی او خلک يې د سختو ګواښونو سره مخ دي.
ماهر عبدالرحیم د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ته ډاډ ورکړی، چې بشري مسایل له سياسي مسايلو سره هیڅ تړاو نه لري. د محیط زیست او اقلیمي بدلون اړوند ځنډول شوې پروژې د دې هېواد د خلکو حق دی او دی به یې په درست ډول دفاع وکړي ترڅو عملا یې کار پیل کړل شي.

