د یوناما مشرې روزا اتنبایو او مل پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوحه ۳ ناستې پر جزیاتو او لازمو همغږیو خبرې اترې کړي.
د یوناما مشرې ویلي؛ ټیم یې د دوحه ۳ ناستې پر اجنډا کار کوي او هڅه کوي داسې اجنډا ترتیب شي، چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي.
روزا اتنبایو زیاته کړې؛ غواړي د وروستۍ اجنډا په اړه د افغان لوري نظرونه واوري او د اجنډا له نهايي کېدو سره سم به د دوحه۳ ناستې ټولو ګډونوالو ته رسمي بلنلیکونه واستول شي.
په دغې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې دا مهمه ده څو داسې اجنډا جوړه شي چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي.
مولوي امیر خان متقي ویلي، چې افغان حکومت د دوحې په درېیمه ناسته کې خپل دریځ له ټولو لوریو سره شریک کړی او په دې اړه به اړونده لوریو سره له نږدې کار ته ادامه ورکړي.

