ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سوډان کې د وسله‌وال برید له امله ۱۰۰ تنه وژل شوي

د سوډان د الجزیرې ولایت په ودالنور کلي کې د دغه هېواد د چټک غبرګون وسله‌والو په عامو خلکو ډزې کړي او تر ۱۰۰ ډېر کلیوال یې وژلي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دغه کلي محاصره د چهارشنبې په ورځ پیل شوې او لا هم روانه ده.

سوډان کې له څه باندې یو کال راهیسې د دغه هېواد پوځ او چټک غبرګون وسلوالو ترمنځ کورنۍ جګړه روانه ده، چې تر دا مهاله په زرګونه کسان وژل شوي، ټپیان شوي او دغه راز میلیونونه نور له خپل مېنو بېځایه شوي دي.

سوډان کې دغه جګړه د قدرت پر سره پیل شوې، چې تر ډېره یې قربانیان د دغه هېواد ملکي وګړي دي.

که څه هم د سعودي عربستان، امریکا او ځینو نورو هېوادونو په منځګړیتوب د سولې د ټینګښت او جګړې د پای ته رسولو هڅې شوي، خو لایي د پام وړ پایله نه ده ورکړې.