ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي له مرستيال سره لیدنه کړې

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي مرستيال مارکوس پوتزل او ورسره پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي مرستيال مارکوس پوتزل د امنيت ټینګښت او په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري په ترسره شويو مثبتو کارونو يې خوښي ښودلې.

نوموړي له افغانانو په ځانګړي ډول په بېلابېلو ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو زيانمنو او د افغانستان د ګاونډيو له لوري ویستل شویو کډوالو سره د دې سازمان د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ موږ باوري يوو چې يوازې بشري مرستې کافي نه دي، بلکې په دې هېواد کې بايد اساسي کارونه ترسره شي.

مارکوس پوتزل د نشه يي توکو د کر، قاچاق، استعمال او سوداګرۍ مخنيوي لپاره، چې د نړۍ ټولو هېوادونو ته لوی ګواښ دی، د اسلامي امارت د قاطع اقداماتو يادونه کړې او هيله يې ښودلې چې نړيوالو ته د افغانستان په اړه جامع او صحيح معلومات ورسول شي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانانو سره د دې سازمان د بشري مرستو قدرداني کړی.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، موږ هڅه کوو چې افغان ملت په ارامۍ خپل ورځني ژوند ته دوام ورکړي.

ښاغلي حنفي زياته کړې؛ اسلامي امارت د نشه يي توکو کر، قاچاق، استعمال او سوداګرۍ پر مخنيوي سربېره په بېلابېلو برخو لکه د اداري فساد لمنځه وړلو، د ګاونډيو هېوادونو له لوري د ویستل شويو له يو نيم ميليون څخه زياتو کډوالو مدیریت او ځای پر ځای کولو او په افغانستان کې د کرنې پراختيا لپاره ډېر اقدامات ترسره کړي او هيله لرو مرستندویه بنسټونه بهرنيو هېوادونو ته د ځوانانو د کډوالۍ مخنيوي لپاره د ټاپي، ټاپ او افغان – ټرانس په څېر لويو پروژو عملي کولو او همداراز کروندګرو ته د نشه يي توکو د بديل کښت لپاره لازمه همکاري وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت هېڅ چا او يا ډلې ته اجازه نه ورکوي، ترڅو د دې هېواد له خاورې څخه د نورو هېوادونو د امنيت پر وړاندې استفاده وکړي او زیاته کړې یې ده، موږ له ټولو ګاونډيو، سيمې او له سيمې هاخوا هېوادونو سره د ښو او نيکو اړيکو غوښتونکي يوو.