ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پيل کې ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعالیتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.

وروسته د اطلاعاتو او کلتور، صنعت او سوداګرۍ، لوړو زده کړو، بهرنيو چارو او امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکايتونو اورېدلو وزارتونو او د ازموينو ملي ادارې پر اړوندو موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.

د دې غونډې په پای کې، د پوهنې او سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو او د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې د اړوندو موضوعاتو لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.