ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال: اسلامي امارت ته خصوصی سکټور ملاتړ، د پانګونې زمینې برابرول او د کورني صنعت پرمختګ لومړیتوب لري

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۱۷مه نېټه له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په موخه جوړ شوی صندوق پرانیستل شو.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، صنعت‌کارانو، سوداګرو او یو شمېر امارتي مسولینو شتون درلود.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او هغو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د دغه صندوق رامنځته کول مهم وبلل او ویې ویل، چې په دې سره به د خصوصي سکټور د ملاتړ ترڅنګ د سوداګرۍ، ترانزیټ، صنعت او کورنیو تولیداتو د ودې او پرمختګ بهیر ګړندی او دغه راز به هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه؛ اسلامي امارت ته له خصوصي سکټور څخه ملاتړ، کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرول او د کورني صنعت پرمختګ لومړیتوب لري او په همدې موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله له لوري مالیاتي جریمې او پر اصنافو او کسبګرو باندې ثابتي مالیې معاف او تخفیف ورکړل شوی.

همدا راز د شرکتونو د تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو ورکړه هم پیل شوې.

ښاغلي برادر اخوند له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق د پرانیستې مراسمو ته وویل، اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه پر هغو وارداتي اقلامو ګمرکي تعرفې لوړې کړې، چې هغه په کور دننه تولیدېږي او د خلکو اړتیاوې پوره کولی شي.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د خصوصي سکټور له استازو وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د منل شوو معیارونو په نظر کې نیولو سره لا ګړندي او په ښه کیفیت ترسره کړي.

د خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق د پروژو د پلي کېدو لپاره د ډاډمنې مالي سرچینې پیدا کولو، د کورنیو تولیداتو معیاري کولو اړوند پروګرامونو د مالي ملاتړ، د ملي او نړیوالو نندراتونونو په جوړولو کې د همکارۍ، د صادراتو لپاره د ځانګړو مرکزونو جوړولو، د خصوصي سکټور د ملي او مؤثرو پروګرامونو او د خصوصي سکټور د نورو برخو د مالي ملاتړ په موخه جوړ شوی، چې د خصوصي سکټور له لوري یې تود هرکلی وشو.