ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق پرانیستل شو

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ریاست الووزرا اقتصادی مرستیال په ګډون د اسلامي امارت یو شمیر لوړ پوړو مسولینو او د خصوصي سکتور استازو برخه درلوده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د دغه صندوق د پرانیستلو سره به د خصوصي سکتور د ملاتړ ترڅنګ د سوداګرۍ، ترانزیټ، صنعت او کورنیو تولیداتو د ودې او پرمختګ بهیر ګړندی شي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې، چې د دغه صندوق د پرانیستلو وروسته به د بېکارۍ کچه ټېټه او هېوادولو ته به کاري فرصتونه برابر شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د خصوصي سکټور له استازو غوښتي، چې خپل فعالیتونه لا ګړندي او په ښه کیفیت ترسره کړي.

په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی ویلي د اوسنیوی شرایط په درک سره اسلامی امارت د هېواد د اقتصاد په بېلابېلو برخو کې ارزښمتن ګامونه پورته کړې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په هېواد کې سراسری امنیت ټینګ شوی دی، د خصوصی سکتورپه همکارۍ په بازار کې توکې په پراخه کچه شتون لری او نرخونه هم د ګاونډیو هېوادونو په نسبت ټیټ دي.

نورالدین عزیزی ویلي؛ افغانستان ازاردو اوبو ته محدود لاس رسي لری، سوداګریز بیلانس توازن، صادراتو زیاتوالی، د سوداګرۍ معیاری کول، کار پنځونه، د دوامداره سوداګریزې راکړې ورکړې، ترانزیت، پانګونې او اقتصادي اړیکې رامنځته کولو لپاره د نړۍ او ګاونډیو سره دړوه طرفه خنډه پرته اړیکو لپاره اړتیا لری.

د ښاغلي عزیزي په وینا؛ د صنعت اوسوداګرۍ وزارت د اقتصادی معاونیت په لارښوونه د خپلو سوداګریزو شریکانو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا او تقویه کولو د نظر یووالی ته رسیدلي دی، چې له هغې د جملي څخه یو اړخیزو ترجیحې تعرفي، د افغانستان د کرنیزو تولیداتو او محصولاتو ته د اسانتیاوو برابرولو، د بازار موندنې او نندارتونو څخه یادونه وکړو.

نوموړي ویلي؛ موږ د هېواد د اقتصاد پرځان بسیاینې لپاره د کورنیو صنایعو څخه هر اړخیز ملاتړ کوو او د ټولو تولیدی کارخونو څخه هیله لرو ترڅو خپل تولیدات د مستهلیکنو د غوښتنو سره سم په ښه کیفیت سره بازار ته وړاندې کړی او هم هېوادوالو څخه غواړو چې د کورنیو تولیداتو څخه استفاده وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي؛ دا وزارت د یو مسول نهاد په توګه ځان مسول بولي چې ترڅو د داخلی صنایعو او خصوصی سکتور د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

په همدې موخه په سرعت سره د اقتصادي پراختیا لپاره خصوصی سکتور سره په همغږۍ د خصوصی سکتور د ملاتړ طرحه رامنځته شوه .

دا صندق د دوامداره اقتصادې پراختیا، بیکارۍ لمنځه وړلو، د سوداګریز بیلانس د تعادل، د خصوصی سکتور د فعالیت پروړاندې د خنډونو لمنځه وړلو، سوداګرۍ او ترانزیت کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه رامنځته شو.

دا صندق په ملی او نړیواله کچه د حقیقی او حکمی اشخاصو د اعانو، په وارداتی او صادراتی توکو د ډیرکم فیس څخه تمویلږی.