ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: هېوادوالو ته د غوره خدمتونو برابرول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د تخار او جوزجان ولایتونو یو شمېر علماوو سره لیدنه کړې.

په یاده لیدنه کې علماوو د خبرو پرمهال د یادو ولایتونو د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال معلومات ورکړي دي.

نوموړو ویلي؛ په یادو ولایتونو کې بشپړ امنیت ټینګ دی او د اسلامي امارت محلي مسولین خلکو ته د خدمتونو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل کوښښ کوي.

یادو علماوو په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د مثبتو کارونو یادونه کړې او غوښته یې کړې، چې د ښوونې او روزنې، په لیرې سیمو کې د مدرسو، ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو جوړولو او په دغو ولایتونو کې د پراختیایي پروژو پلي کېدو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د تخار او جوزجان ولایتونو علماوو سره په لیدنې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ د امنیت ټینکښت، د خلکو د ستونزو حل او د غوره خدمتونو برابرول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.

نوموړي د یادو علماوو د وړاندیزونو په اړه زیاته کړې، اسلامي امارت به تر خپله وسه په یاده برخه کې رسېدنه او اړین اقدامات وکړي.