د فلسطین د روغتیا وزارت تېره ورځ (سېشنبه د جون ۱۵مه) ویلي، چې پر غزه د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو له پیل راهیسې تر دېمهاله ۱۵ زره او ۴۳۸ فلسطینی ماشومان شهیدان شوي.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې؛ لس زره ماشومان ټپيان، ١٧ زره نور له خپل مور یا پلاره او یا هم له دواړو پرته ژوند کوي او ٣۵٠٠ نور ماشومان د سختې لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا؛ پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۶ زره او ۵۵۰ کسان شهیدان او ۸۲ زره او ۵۹۵ نور ټپيان شوي دي.

