د امریکا ولسمشر جو بایډن غزه کې د اسرائیلو وحشتونو ته په اشارې سره بنیامین نتنیاهو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي؛ هغه تېروتنې دې نه تکراروي چې امریکا د سپټمبر له ۱۱مې وروسته په افغانستان کې وکړې او په اوږدو جګړو کې ښکېل شول.
نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا له لوري د افغانستان د اشغال مفکوره چې د نه ختمېدونکو جګړو لامل شوه، یوه لویه تېروتنه وه.
د بایډن دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نتانیاهو د خپل سیاسي دریځ د ساتلو لپاره په غزه کې د جګړې د دوام هڅه کوي.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر پر غزې د صهیونیستي رژیم د بریدونو د پای ته رسولو تازه وړاندېز هم اعلان کړی و.

