د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د قزاقستان جمهوریت د ولسمشر ښاغلي قاسم جومارت توقایف د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت نوم یې د قزاقستان د ممنوعه ډلو له ليست څخه لیرې کړ.
یاد وزارت دغه گام د اسلامي امارت په تړاو د قزاقستان د درک په برخه کې یو مهم پرمختګ او د دوه اړخيزو اړيکو د کچې لوړولو په برخه کې د يوه خنډ لیرې کېدل ګڼي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې قزاقستان په سیمه کې د افغانستان مهم سوداگریز او ترانزيټي شریک دی او دغه پرېکړه به دوو اړخیزو اړيکو کې پرمختګ او لا زیاتو اقتصادي همکاریو ته لاره پرانيزي، چې د دواړو هېوادونو په گټه ده.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف تېره ورځ اعلان وکړ، چې هېواد یې اسلامي امارت د ممنوعه ډلو له نوملړه لیرې کړ.
نوموړي ویلي، چې دغه پرېکړه یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا اهمیت ته په پام او د اوږد مهاله حکومت په توګه د اسلامي امارت درک ته په کتو کړې ده.

