ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر صهیونیستي رژیم نړیوال محدودیتونه؛ مالدیف ته د اسرائیلي سیلانیانو په ورتګ بندیز لګېږي

مالیدف هيواد پرېکړه کړې، چې تفریحي سیمو ته به یې د اسراییلي سیلانیانو په ورتګ بندیز ولګوي.

د دې هیواد د ولسمشر دفتر ویاند د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي؛ د مالدیف ولسمشر محمد موییزو پرېکړه کړې، چې دغه هیواد ته د اسراییلي پاسپورټ لرونکو سیلانیانو په ورتګ بندیز ولګوي.

د نوموړي په وینا؛ دغه پریکړه یې د هغو بې ګناه فلسطینیانو په ملاتړ کړې، چې د صهیونیسټي رژیم له وحشیانه بریدونو سره مخ او له سختې لوږې سره لاس او ګریوان دي.

ویل کېږي چې تېر کال نږدې ۱۱ زره اسرائیلیانو د مالدیپ له تفریحي سیمو لیدنه کړې، چې دې هېواد ته د ورتلونکو ټولو سیلاینانو ۰.۶ سلنه جوړوي.

د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي پاسپورټ لرونکو وګړو ته الجزایر، بنګلدیش، برونای، ایران، عراق، کویټ، لبنان، لیبیا، پاکستان، سعودي عربستان، سوریې او یمن ته هم د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.