صهیونیستي رژیم د نړیوالو اندېښنو او غبرګونونو سره سره په رفح بریدونه جاري ساتلي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په بېلابېلو سیمو او د رفح ښار په مرکز د اسرائیلي یرغلګرو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰ کسان شهیدان شوي.
دغهراز په خان یونس ښار کې هم دوه کورونه بمبار شوي، چې د درېیو ماشومانو په ګډون ۸ کسان پکې شهیدان دي.
دا بریدونه داسې مهال کېږي، چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن له لوري د اوربند یوه درې پړاویز وړاندیز په سر خبرې او مشورې روانې دي.
حماس د دې طرحې په غبرګون کې ویلي و، چې د امریکا د ولسمشر له لوري وړاندې شوې طرحې ته په مثبت نظر ګوري.
دغهراز په یوه بیان کې یې زیاته کړې؛ حماس له هر هغې طرحې سره مثبت تعامل ته چمتو دی، چې د دایمي اوربند، له غزې د ټولو اسرائیلي ځواکونو وتلو، د غزې بیارغونې، د کډوالو ورستنېدلو او د بندیانو د تبادلې غوښتنه پکې شوې وي.
له بل لوري په تلابیب کې زرګون لاریونوالو د نتانیاهو له حکومته غوښتي، چې د اوربند او بندیانو د خوشي کولو لپاره لاس په کار شي او د جو بایډن طرحه ومني. زیات شمېر لاریون کوونکو بیا د نتانیاهو په ګوښه کېدو او بېړنیو ټاکنو ټینګار کړی دی.
له دې سره هممهاله ملګرو ملتونو ویلي، چې رفح کې د کډوالو په زور او جبر له ایستلو وروسته د بېځایه شويو ټول ۳۶ کمپونه خالي شوي او اټکل کېږي، چې ۱.۷ میلیونه وګړي خان یونس او د غزې مرکزي سیمو ته بېځایه شوي دي.

