ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصاد وزیر او دوبۍ مېشتو یو شمېر پانګوالو لیدنه؛ د بهرنۍ پانګونې په لازمو اسانتیاوو خبرې شوي

د اقتصاد وزیر قاری دین محمد حنیف په دوبۍ کې له مېشتو یو شمېر پانګوالو سره د لیدنې پر مهال له بهرنۍ پانګونې څخه د ملاتړ او په بېلابېلو برخو کې د بهرنۍ پانګونې لپاره د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړي.

په دې لیدنه کې پانګوالو د اقتصاد وزیر څخه د قدرداني په ترڅ کې د انرژۍ د ویستنې، د نفتي موادو د تصفیې خونې جوړولو، د کرني په برخه کي د سړو خونو د جوړولو او په چاه بهار سوداګریز بندر کې د افغانستان د سوداګریزو توکو لپاره د ترانسپورتي او انتقالاتو د چوپړتیا په برخه کی د اوږد مهاله پانګونې په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړې او د خپلو پانګونو د طرحو او پلانونو په اړه یی معلومات شریک کړي دي.

قاری دین محمد حنیف د بهرنیو پانګوالو د لیوالتیا د هرکلي په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د بهرنیو پانګوالو د ملاتړ او د رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه خبرې کړي او تخنیکي ټیم ته یې دنده سپارلې، چې د پانګوالو وړاندیز شوي پلانونه او طرحې له تخنیکي اړخه مطالعه او ورسره لازمه همکاري وکړي.