ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزیر او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس لیدنه؛ د اوبو په برخه کې د بنسټيزو پروژو په پلي کېدو خبرې شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سټیفن راډریکز او په افغانستان کې د یادې ادارې له مرستیالې سریا بورکوازا سره لیدنه کړې او د اوبو لګولو په برخه کې د پروژو د پلي کولو او بزګرانو لپاره د بدیل معیشت په اړه یې خبرې کړي.

په دې کتنه کې دواړو لورو د اوبو لګولو په برخه کې د بنسټيزو پروژو د پلي کولو او د هېواد بزګرانو لپاره د بديل معيشت د رامنځته کولو په برخه کې د همکاريو د جلبولو په برخه کې د همغږۍ او نږدې همکارۍ پر پياوړتيا خبرې کړي.

په دې لیدنه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د هېواد د کرنې سکتور د اړتیاوو په اړه خبرې کړي او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مسولینو یې غوښتي، چې د اوبو لګولو د زېربناوو په جوړولو کې له کرنې وزارت سره لا زیاته همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ زموږ لومړۍ ستونزه د اوبولګولو په برخه کې ده، که ونشو کولی، چې اوبه په سمه توګه مدیریت کړو، نورې برخې هیڅ هم نه دي، او دا چې تاسو د تاسيساتو په برخه کې کار کوئ، مخکې مو هم د اوبو لګولو د تاسيساتو په جوړولو کې کار کړى دى، نو غوره ده چې په درېیو برخو کې لکه د بندونو او چکډېمونو په جوړولو سره د موسمي اوبو مدیریت، له سربند څخه تر کروندې د اوبو رسول او په کرونده کې د اوبو د کارونې په برخه کې د هېواد له کروندګرو سره کار وګړئ، ځکه که دا ستونزه حل شي د کرنې او د بڼوالۍ سکتورونه به هم ورسره وده او پراختیا ومومي.

د کرنې وزیر د هغو بزګرانو د ذهنیت د بدلون په اړه هم خبرې کړي، چې پخوا یې کوکنار کرل او اوس یې د کوکنارو له کښت څخه بدیل کښت ته مخه کړې او له مرستندویه بنسټونو یې غوښتي، چې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر سټیفن روډریکز د کرنې له وزارت سره د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ د اوبو د مدیریت او بدیل معیشت په برخه کې ستاسو له وړاندیزونو سره بشپړ موافق یو او د اوبولګولو په برخه کې، موږ د چاپان هېواد څخه اړین ملاتړ ترلاسه کړی چې موږ په دې برخه کې کار کوو او د بدیل معیشت د رامنځته کولو په برخه کې هم هلې ځلې کوو چې، یوه طرحه چمتو کړو او د نړۍ د ډونرانو پام راجلب کړو.

راډریکز د کرنې په برخه کې د سیبارډ پروژې فعالیتونه چې د یادې ادارې له خوا یې ملاتړ کېږي بیان کړي او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ابادۍ په نوم د یوې بلې پروژې د پیل خبر هم ورکړی.

نوموړی همدا راز د کرنې وزارت کې د ملګري ملتونو د پراختیایي ادارې دفتر لپاره د ځای غوښتنه کړې، چې د کرنې د وزیر له لوري ورته د دفتر لپاره د ځای د برابرولو ډاډ ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په نړۍ کې د هېوادونو د پرمختګ لپاره د مرستې تر ټولو لویه سرچینه ده.