پرون شنبه د اسرائیلو په بېلا بېلو سیمو کې زرګونه کسانو او د بندیانو کورنیو د صهیونیستي رژیم پر ضد لاریونونه کړي او له دوی یې غوښتي، تر څو اوربند ومني او د بندیانو د خلاصون لپاره لاس په کار شي.
د راپورونو پر اساس د اسرائیلو په نورو سیمو کې د لاریونونو په شمول مرکز تلابیب کې هم ستر لاریونونه شوي، چې نږدې ۱۲۰ زره کسانو ګډون پکې کړی و. دا پر غزه د اسرائیلو له برید وروسته تر ټولو ستر لاریونونه ګڼل شوي دي.
لاریونکوونکو د اسرائیلو له لوري د اوبند د منلو او د بندیانو د خلاصولو غوښتنه کړې او ګڼ شمېر نورو د نتانیاهو په ګوښه کېدو او بېړنیو ټاکنو ټینګار کړی دی.
یادو لاریون کوونکي ګواښ کړی، چې له دوو اونیو وروسته به خپلو لاریونونو کې زیاتوالي راولي، تر څو د نتانیاهو د دولت سقوط ته لاره اواره شي.
له دې سره هممهاله امریکا، قطر او مصر له حماس او اسرائیلو غوښتي، تر څو د غزې د جګړې پای ته رسولو لپاره د جو بایډن له لوري د اعلان شویو اصولو پر اساس طرحه نهايي او عملي کړي.
وړاندې جو بایډن اعلان کړی و، چې اسرائیلو د دایمي اوربند لپاره حماس ته د یوه درې پړاویز پلان وړاندیز کړی.
په دې اعلان شوي پلان کې څه دي؟
دغه وړاندیز له شپږو اونیو اوربند سره پیلېږي او په دې موده کې به د اسرائیلو عسکر غزه کې له ګڼ مېشتو سیمو په شا کېږي. دغه راز به ټولې بې ځایه شوې کورنۍ خپلو سیمو ته ستنیږي او هره ورځ به د مرستو ۶۰۰ لارۍ غزې ته ننوځي.
په دې پړاو کې به یو شمېر یرغمل شوي کسان ازاد او زندانیان تبادله شي.
په دویم پړاو کې به ټول یرغمل شوي کسان خوشې کېږي او له غزې به ټول اسرائیلي ځواکونه وځي. دغهراز د مرستو لړۍ به چټکه شي او د یو شمېر یرغمل کسانو په بدل کې به فلسطیني زندانیان خوشي شي.
دا جوړ جاړی به بالاخره ”د تاوتریخوالي ختمېدو” او د غزې د رغونې پلان ته ورسېږي.
درېیم پړاو کې به د غزې د بیارغاونې چارې پیلیږي او په دې پړاو کې به د هغو اسرائیلیانو د مړو پاتې شونې اسرائیلو ته ورکول کیږي، چې په غزه کې وژل شوي دي.
حماس د دې طرحې په غبرګون کې ویلي و، چې د امریکا د ولسمشر له لوري وړاندې شوې طرحې ته په مثبت نظر ګوري.
دغهراز په یوه بیان کې یې زیاته کړې؛ حماس له هر هغې طرحې سره مثبت تعامل ته چمتو دی، چې د دایمي اوربند، له غزې د ټولو اسرائیلي ځواکونو وتلو، د غزې بیارغونې، د کډوالو ورستنېدلو او د بندیانو د تبادلې غوښتنه پکې شوې وي.
دغهراز تضمین یې غوښتی، چې صهیونیستي عسکر به د یرغمل شویو کسانو له خلاصون وروسته بېرته غزې ته نه ورګرځي.
د یادونې وړ ده، چې له دې خبرو سره هممهاله رفح ښار کې له مصر سره په پوله جګړه روانه ده او د راپورونو پر اساس صهیونیستي رژیم اوس هم هوايي بریدونه کوي.

