د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ښاغلي توماس نیکلاسن لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي نیکلاسن د دوحه په درېيمه ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د استازو د ګډون پر اهمیت ټینګار کړی، چې په ترڅ کې به یې پر مهمو مسایلو بحث او خبرې اترې وشي.
نوموړی همداراز د دې ناستې په اړه خپلې ملاحظې د بهرنیو چارو له وزیر سره شریکې کړې دي.
مولوي امیرخان متقي ویلي، چې کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې اغلې روزمري ډیکارلو سره یې ګټورې خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د دوحې درېیمې ناستې څرنګوالی څېړي او په هکله به یې خپل دریځ اعلان کړي.
ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت پالیسي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متوازن او مثبت تعامل پر بنسټ ولاړه ده او د دوحې په درېیمه ناسته کې د معنا لرونکي ګډون غوښتونکی دی، چې پایله یې د افغان ولس او هېواد د سوکالۍ سبب شي.
د بهرنیو چارو د وزیر په وینا؛ افغانستان پس له ۴۵ کلونو جګړو او ویجاړیو بشپړ امنیت ته رسېدلی او په بېلابېلو برخو کې د پاموړ مثبتې لاستهراوړنې لري.

