د چیلي هېواد ولسمشر ګابریل بوریک تېره ورځ (شنبه، د غبرګولي۱۲مه) د دغه هېواد په پارلمان کې ویلي، چې هېواد یې د صهیونیستي رژيم پر ضد په نړیواله محکمه کې د ثبت شوي شکایت قضیه کې د جنوبي افریقا ترڅنګ درېږي.
ښاغلي بوریک زیاته کړې، چې د فلسطین د بېګناه خلکو په تېره بیا د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د صهیونیسټي یرغلګرو جنایتونه د نړیوالې ټولنې پرېکنده ځواب ته اړتیا لري.
نوموړي دغه راز ویلي، چې فلسطین ته د بشري مرستو د استولو ترڅنګ له اسرائیلو څخه خپل سفیر هم راغواړي.
د تېر کال په دسمبر مياشت کې جنوبي افريقا د غزې په تړانګه کې د نسل وژنې له امله د صهيونېستي رژيم پر وړاندې نړيوالې محکمې ته شکايت کړی و.

