د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري د هېواد د ۲۶ ولایتونو د بلوڅ قوم له یو شمېر قومي مشرانو، دیني علماوو، مخورو او ځوانانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د بلوڅ قوم مشرانو د اسلامي نظام په شتون خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې یاد نظام له هر ډول تبعیض پرته د ټولو قومونو پر وړاندې دروازې پرانیستې او نن د بلوڅو په شمول ټول افغانان افغانستان اسلامي امارت مشرانو ته خپلې غوښتنې رسولای شي.
دوی د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مېشتو بلوڅانو ته د روغتیایي مرکزونو جوړولو، د وزارت په اړوند تعلیمي مرکزونو کې د ځوانانو جذب، په سیمو کې یې د خیریه موسساتو د فعالیت، د بلوڅي ژبې بډاینې او د حکومت په جوړښت کې د ځوانانو د ګمارنې په اړه یو لړ ستونزې او غوښتنې د حل په موخه شریکې کړې دي.
دغهراز یې زیاته کړې، چې بلوڅ ځوانان د اسلامي نظام هر ډول خدمت ته چمتو دي.
ملا نورالله نوري ویلي؛ بلوڅ قومونو د تېر شل کلن جهاد په اوږدو کې د اشغالګرو پر وړاندې د خاورې د دفاع په خاطر ډېرې قربانۍ ورکړې، چې اسلامي امارت د قدر په سترګه ورته ګوري او د دوی په سیمو کې به د نورو ولایتونو په څېر په هره برخه کې اړینې کړنې تر سره کړي، تر څو د یاد قوم ټولو ستونزو ته پر وخت رسیدنه وکړي.

