د افغانستان بانک پلاوي چې د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په کلني کنفرانس کې یې د ګډون په موخه مالیزیا هېواد ته سفر کړی و، د خپل سفر په ترڅ کې یې په څو مهمو غونډو کې ګډون وکړ.
په لومړۍ غونډه کې د اسلامي بانکوالۍ د تمویلاتو اړوند تکافل، صکوکو، زکات وقف او همدارنګه بانکي معاملاتو پر برېښنایي کېدو، خطراتو د مدیریت، مقرراتي چوکاټونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحثونه شوي.
په همدې ورځ بله غونډه هم جوړه شوه دا غونډه د مالیزیا د مرکزي بانک په کوربتوب د مرکزي بانکونو د اسلامي بانکوالۍ له اړوندو برخو سره جوړه شوې وه.
پدې غونډه کې د افغانستان، ترکیې، عمان، برونای، یمن، متحده عربي اماراتو، پاکستان او مالیزیا د مرکزي بانکونو استازو ګډون کړی وو.
په یاده غونډه کې د مرکزي بانکونو د شریعه بورډونو تر منځ د همغږۍ په رامنځته کېدو بحث وشو، چې غړي هېوادونه به اړوند مهم بانکي موضوعات د مشورو او حل لارو موندلو په موخه له یو بل سره شریکوي.
د افغانستان بانک پلاوي په راتلونکي کې د یادې غونډې لپاره د کابل د کوربتوب وړاندیز وکړ او د مالیزیا هېواد ورسره په اصولو کې موافقه کړې.
د یادونې وړ ده، چې د مې میاشتې په ۲۸ او ۲۹ مه نېټه د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم جوړ شو، د یاد فورم پرانیسته د مالیزیا هېواد د صدر اعظم له لوري وشوه، چې د ګڼ شمېر نورو اسلامي هېوادونو وزیرانو، د مرکزي بانکونو رییسانو سفیرانو او نورو لوړ رتبه استازو په کې شرکت کړی و.
په دې فورم کې پرشرعي اصولو د ولاړ اسلامي مالي نظام پر پراختیا او ښه مدیریت ارزښتناک بحثونه تر سره شوي.
د غونډې ویناوالو پر شرعي اصولو ولاړ مالي نظام د اقتصادي پرمختګ، فقر د کمولو او ټولنیز عدالت په رامنځته کولو کې مهم یاد کړ، همدارنګه په دې فورم کې د اسلامي هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د بانکي سکتور ونډه مهمه بلل شوې، د زکات او وقف د ښه مدیریت لپاره د مناسبو موسساتو په رامنځته کولو خبرې وشوې او پدې برخه کې د اسلامي هېوادونو د تجربو پر شریکولو ټینګار شوی.
همداراز د دې سفر په اوږدو کې د افغانستان بانک پلاوي د مالیزیا د اسلامي بانک، سټانډرډ چارټر صادق بانک، د مالیزیا د پانګونې بانک او نورو اسلامي بانکونو او مالي موسساتو له عمومي رییسانو او استازو سره بېلابېلې لیدنې ترسره کړې.
په دې لیدنو کې د افغانستان له بانکونو سره د متقابلو بانکي اړیکو په رامنځته کولو او تخنیکي همکاریو خبرې شوې دي.
د افغانستان بانک پلاوې د نړیوال شرعي څېړنو اکاډمۍ (ISRA) له مشرانو سره هم لیدنه کړې.
پدې لیدنه کې د صکوکو د قانون او مقرراتو جوړونې او د افغانستان بانک او نورو خصوصي بانکونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړوني او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه شوي، چې یادي اکاډمۍ په اړوندو برخو کې د پوره همکاری ژمنه کړې.
همداراز د افغانستان بانک پلاوي د مې میاشتې په ۳۰ مه نېټه د مالیزیا د مرکزي بانک د اسلامي بانکوالۍ او نورو امریتونو سره غونډه درلوده.
په یاده غونډه کې د مالیزیا د مرکزي بانک د تشکیلاتي جوړښت، د اسلامي بانکوالۍ د امریت او شرعي بورډ د کارکولو په څرنګوالي، د مالیزیا د مرکزي بانک د اسلامي پانګو اچونو اړوندو برخو په اړه معلومات ترلاسه شوې دي.
له دې سره سره دوی ته د افغانستان د اوسني بانکي وضعیت په اړه معلومات روکړل شوي او په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا ښه والي په موخه د متقابلو بانکي اړیکو پر رامنځته کېدو ټینګار شوی دی.
د دې ورځې په اوږدو کې د افغانستان بانک پلاوې د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ Islamic Financial Services Board د ریيس او غړو سره لیدنه کړې.
پدې لېدنه کې د یاد بورډ رییس د افغانستان بانک کارکوونکو ته د اوږد مهاله او لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو د رامنځته کولو ژمنه کړې.
د افغانستان بانک پلاوې د نړیوال اسلامي پوهنتون د اسلامي بانکوالۍ او ملاتړ د انسټيټيوت له ریيس او استادانو سره د یو لړ بانکي موضوعاتو اړوند د مشورو په موخه ولیدل. پدې لېدنه کې یاد انسټيټيوټ ژمنه کړې، چې د افغانستان بانک او بانکي سکتور کارکوونکو ته به د اسلامي بانکوالۍ اړوند د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو او اوږد مهاله لوړو زدهکړو په برخه کې زمینه برابره کړي.

