د ایران په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون کوونکو نوماندانو د نوملیکنې لړۍ تیره ورځ (پنجشنبه) پیل او د جوزا د میاشتې تر ۱۴ مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه لړۍ به د پینځو ورځو لپاره د سهار له اته بجو د مازیګر تر شپږو بجو دوام کوي.
دغو ټاکنو کې ګډون کوونکي نوماندانو شرطونه؛ باید لوړې زده کړې ولري، عمر یې د ۴۰ او ۷۵ کلونو منځ کې وي او دغه راز څلور کاله یې باید د ایران په یوه لوړ رتبه دولتي څوکۍ کار کړی وي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د تهران په وخت تیره ورځ تر لسو بجو شاوخوا ۲۵ کسانو د نوملیکنې لپاره د ټاکنو کمېسیون ته مراجعه کړې، خو د شرایطو د نه درلودلو له امله د نوماندۍ اجازه نه ده ورکړل شوې.
دغه ټاکنې د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي تر مړینې وروسته له اصلي وخت وړاندې د را روانې جون میاشتې په ۲۸ مه ترسره کېږي.

