ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال: اسلامي امارت د طبیعي افتونو له امله زیانمنو ته د رسېدنې برخه کې هیڅ ډول هڅې نه سپموي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د بغلان ولايت د علماوو شورا له ریيس شيخ کمال الدين حقاني سره لیدنه کړې.

د لیدنې په پيل کې د بغلان ولايت د علماوو شورا ریيس شيخ کمال الدین حقاني خبرې کړي او په دې ولايت کې يې د ورستيو سېلابونو له امله خلکو ته د اوښتو زيانونو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، وروستي سېلابونه د لسګونه تنو د شهادت لامل شول او ډېرې لويې لارې او کرنيزې ځمکې يې ویجاړې کړې.

د علماوو شورا ریيس د سېلاب ځپلو او د شهيدانو د کورنيو ستونزو ته په اشارې د اسلامي امارت مسولينو څخه غوښتي، ترڅو د هغوی ستونزو، د سړکونو او د سېلابونو زيانمنو ته د سرپناه جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي؛ بغلان او يو شمېر نورو ولايتونو کې وروستيو سېلابونو ډېرې لويې ستونزې رامنځته کړې، چې زموږ د لسګونه هېوادوالو د شهادت او بې کوره کېدو لامل شوې او ډېرې کورنۍ يې زيانمنې کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، اسلامي امارت د دغو طبيعي افتونو د زيانمنو د ستونزو لمنځه وړلو لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي او په ټولو امکاناتو به هغوی ته رسېدنه وکړي.