د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري په خپل دفتر کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد خُرم اغا په مشرۍ راغلي پلاوي سره لیدنه کړې.
مرستیال وزیر پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او تګ راتګ یې د مشکلاتو حل او د اړیکو پراختیا کې اغېزناک بللې.
راغلي پلاوي په سیمه کې امنیت د ټولو لپاره ګټور یاد کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې ځینې شته ستونزې حل شي.
خرم اغا د ډېورند فرضي کرښې پورې غاړه د بِشام سیمې د روان میلادي کال د مارچ ۲۶ ترهګریز برید په اړه خبرې کړې او په امنیتي برخه کې یې د افغان حکومت څخه د مرستې هیله کړې.
مولوي محمد نبي عمري د اسلامي امارت د نېک نیت په اړه ویلي؛ افغانستان څه ډول چې ځان لپاره امن غواړي، نورو ته هم ښې هیلې لري.
نوموړي زیاته کړې؛ موږ د شر په سیاست باور نه لرو، نیت او عمل مو داسې دی چې په سیمه کې امن د ځان او ټولو په خیر بولو.
د بشام ترهګریزه پېښه یوه بده پېښه وه، مګر ټول باید د خپلو ساحو امنیتي مسولیت پر غاړه ولرو او د مسایلو د انحراف پر ځای واقعي همکاریو ته زمینه برابره کړو.
اسلامي امارت ژمن دی، چې له خپلې خاورې نورو ته د ناوړه استفادې اجازه ورنه کړي؛ له نورو هم ورته هیله لري.

