ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اصنافو ثابتې مالیې د معافیت او تخفیف غونډه کې؛ سږ کال اصنافو او سوداګرو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له غرمې مخکې د مالیې وزارت له لوري د حکومت د رسنیو مرکز کې د اصنافو ثابتې مالیې د معافیت او تخفیف جوړې شوې غونډه کې ګډون او وینا کړې.

په دې غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال لومړی د مالیې وزارت مسولینو او د حکومت د رسنیو مرکز څخه د دې غونډې د جوړولو له امله مننه کړې او ویلي يي دي؛ امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبت الله اخوندزاده حفظه الله یو حکم صادر کړی، چې افغان ملت ته به لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې؛ تېر کال د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري صنعتکارانو، بېلابېلو اتحادیو، اصنافو او کسبه کارانو ته اسانتیاوې رامنځته شوې، چې په تعقیب یې سږ کال هم ټولو دوکاندارانو، کسبه کارانو او مختلفو اصنافو ته اسانتیاوې په پام کې نیول شوي، چې د روان کال له پیله د پلي کېدو وړ دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې؛ تېر کال د هغو اصنافو مالیه، چې ۱۵۰ زره افغانۍ یې په کال کې پلور درلود له ۱.۵ سلنې څخه ۰.۵ سلنې ته راکمه شوه او وروسته د افغان ملت د غوښتنې پر اساس امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی اداري کمېسیون ته دنده سپارلې، ترڅو په دې اړه یوه طرحه جوړه کړي او د هغه پر اساس بیا هم مختلفو اصنافو ته اسانتیاوې په پام کې ونیول شي او اداري کمېسیون تر ګڼو غونډو وروسته یوه طرحه جوړه کړې او اصنافو، دوکاندارانو او کسبه کارانو ته یې د یو سلسله تخفیفونو او معافیتونو وضع کولو اقدام کړی، چې امیر المؤمنین حفظه الله تعالی ته تر وړاندې کولو وروسته خوشبختانه د هغه مقام له لوري لا زیات معافیتونه په پام کې ونیول شول، چې د ټول افغان مسلمان ملت د خوښۍ سبب وګرځېد.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د اصنافو مختلف اقشار چې په کال کې تر دوو میلیون افغانیو پلور ولري له مالیې څخه مطلقاً معاف دي او له دوو میلیون افغانیو څخه د زیات پلور لرونکي په کال کې د ۰.۳ سلنه مالیې تابع کېږي چې دا ټولو دوکاندارانو، کسبه کارانو او مختلفو اصنافو ته لویه اسانتیا ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، تېر کال د افغانستان اسلامي امارت له لوري د پخوانیو کلونو مالیاتي جرایم په کلي ډول معاف شول او په راتلونکې کې به هم پر هیچا مالیاتي جریمه وضع نشي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دوکاندارانو، کسبه کارانو، اصنافو او عراده جاتو پاتې مالیات معاف شوي، په ۱۴۰۲ کال کې د تعلیمي ادارو او خصوصي تحصیلي سکتور انتفاعي مالیه هم نه ده اخیستل شوې، د صنعت سکتور انتفاعي مالیه له څلور سلنې څخه دوه سلنې ته کمه شوې، مالیه ورکوونکو ته د ارزونې پروسه کې اسانتیاوې رامنځته شوي، چې د هغو پر اساس د سوداګرو د اسنادو او مدارکو ارزونه د پینځو کلونو پر ځای هر کال ترسره کېږي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړې؛ سوداګرو او صنعتکارانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د اسان خدمت او ون سټاپ شاپ مرکزونه جوړ شوي دي.

د صنعت، سوداګرۍ او کرنې سکتورونو څخه اووه سلنه موضوعي قراردادي مالیه نه اخیستل کېږي، د روغتیا سکتور انتفاعي مالیه له څلور سلنې څخه درې سلنې ته کمه شوې او په هیواد کې له نويو رامنځته شويو روغتیایي مرکزونو څخه په لومړي کال کې انتفاعي مالیه مطلقاً نه اخیستل کېږي او دویم کال کې هم دوه سلنه مالیه وضع شوې او له هغه وروسته په عادي ډول د درې سلنه انتفاعي مالیې تابع ګرځي.

مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو پای کې څرګنده کړې؛ اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو په مختلفو برخو کې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي او همداراز د مالیې وزارت د مالیاتو ارزونې او ټولونې مامورینو څخه یې غوښتي، ترڅو د ارزونو په جریان کې د شرعي او اسلامي اصولو پر اساس له خلکو سره نیک او ښه چلند وکړي، او له هغه پرته به سرغړونکي د شرعي او اسلامي احکامو پر اساس مجازات شي.