د مالیې وزارت مسولینو د پنجشنبې په ورځ (۱۰ غبرګولی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال، د اصنافو د ثابتې مالیې د معافیت او تخفیف په موخه، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.
په دې خبري ناسته کې د مالیې وزارت د رهبرۍ ترڅنګ د ریاست الوزرا اداري مرستیال، د کابینې یو شمېر وزیرانو، د احکامو او فرامینو د تعقیب او څارنې لوی رییس، د چارو ادارې د لوی رییس، د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي ریيس او د اصنافو د اتحادیې مسولینو او استازو ګډون کړی وو.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې ناسته کې ویلي؛ د اصنافو استازو به د اسلامي امارت مسولینو سره په لیدنو کې د مالیې د کمښت او تخفیف غوښتنه کوله، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ولس او اصنافو ته د اسانتیا برابرولو لپاره د هغوی د ثابتې مالیې د معافیت او تخفیف په اړه حکم ورکړ.
نوموړي زیاته کړې؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د دې حکم پر بنسټ، تر دوه میلینو افغانیو پورې د اصنافو د خرڅلاوو مالیه په مطلق ډول معاف ده او له دې پورته اندازه خرڅلاوو نه یوازې ۰،۳ سلنه مالیه اخیستل کېږي.
دا حکم د ۱۴۰۳ هـ ش کال له پیل څخه د پلي کېدو وړ دی.
د دې حکم له مخې د ثابتې مالیې برخه کې اصنافو ته ښې اسانتیاوې برابروې شوي، چې ټول ملت ته به یې ګټه ورسېږي.
دغه راز د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند د ناستې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت په دومداره ډول هڅه کوي چې ولس ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
په همدې اساس د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر بنسټ هغه دوکانداران او کسبګر، چې د کلني خرڅلاوو اندازه یې تر دوه میلیون افغانیو پورې وي؛ د ثابتې مالیې له ورکړې څخه په بشپړه توګه معاف دي او له دې اندازې پورته فروشات لرونکو اصنافو او کسبګرو څخه د ۰،۵ سلنه ثابتې مالیې پر ځای، ۰،۳ سلنه مالیه اخیستل کیږي.
همدارنګه د اقتصاد، لوړو زده کړو او صنعت او سوګراۍ وزیرانو، د چارې ادارې لوی رییس او د اصنافو د خونې رییس په خپلو خبرو کې ویلي؛ عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله هڅه کوي څو په بېلابېلو برخو کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو سره، هېوادوالو ته د غوره او ښو خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.
دوی زیاته کړې، چې له خصوصي سکتور او اصنافو سره د ثابتو مالیاتو برخه کې د معافیت او تخفیف حکم له ولس سره د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د شفقت او مهربانۍ ښکارندویي کوي.
دغه راز د دوی په وینا، د اسلامي امارت لخوا د مالیاتو د کمښت پالېسي یو دیانت دی او دا کار له ولس څخه د بوج لرې کولو په موخه تر سره کېږي.

