ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي تر څو هېوادوالو ته لا زیات کاري فرصتونه رامنځته کړي

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير په دوو جلا ناستو کې د بغلان د علماوو شورا د رییس په ګډون له یو شمېر علمای کرامو او پوهانو سره لیدنه وکړه.

د بغلان علمای کرامو په خپلو سیمو کې د وروستیو سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو او مرګ ژوبلې په یادولو سره ویلي، چې له زیانمنو کسانو سره دې لا ډېرې مرستې وشي او همکارې ادارې دې وهڅول شي تر څو د مرستو کچه لوړه کړي.

دوی له نهرین څخه تر بورکې ولسوالۍ د سړک رغولو او د بغلان په ځینو سیمو کې د سیلابونو د مخنیوي لپاره د بندونو جوړېدو وړاندېزونه، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي دي.

په یوه بله ناسته کې د کابل یوشمېر علمي شخصیتونو او مشرانو خپل نظریات شریک کړي او ویلي یې دي، چې کابل ښار او د هېواد په نورو سیمو کې د بنسټيزو او پراختیايي پروژو له دوام څخه خلک خوښ دي او کابل د معیاري ښار کېدو په لوري روان دی.

دوی زیاته کړې، چې ولس جګړه نه غواړي او د نظام پايښت د هېواد او خلکو په ګټه دی چې ولسونه یې په ساتلو کې له نظام سره همکار دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سېلابونو له امله شهیدانو شویو ته دعا او کورنیو ته یې تسلیت ویلی.

دغه‌راز د علمای کرامو او راغلو میلمنو په لیدنه یې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د هر افغان سلا مشورو ته د قدر په سترګه ګوري او حکومت په خپلو چارو کې د ولس نظرونو ته توجه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې له کورنیو او بهرنیو خیریه بنسټونو سره خبرې شوي تر څو اړمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي او اسلامي امارت د ټولو هغو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او شتمنو هېوادوالو څخه مننه کوي، چې په وخت سره یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی، چې اسلامي امارت افغان ولس ته د ژوند د غوره فرصتونه برابرولو هڅه کوي او دا مهال د حکومت ډېر تمرکز په مهمو پروژو دی، تر څو خلکو ته کاري فرصتونه رامنځ ته شي.

په پاي کې یې راغلو مشرانو او علماوو ته ډاډ ورکړی، چې پر وړاندېزنو به یې غور وشي او حللارې به ورته ولټول شي.