ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د هېوادوالو هوساینه او د امنیت تامین د اسلامي امارت دنده ده

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تخار، کندز، بغلان او جوزجان ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو له والیانو، علماوو، مسولینو او متنفذینو سره ناسته وکړه او همدارنګه یې له ۲۱۷ عمري قول اردو، د بدخشان ولایت کشم ولسوالۍ او د کندز سپین زر شرکت څخه لیدنه وکړه.

په دغو جلا کتنو او لیدنو کې هغوی د یادو ولایتونو د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت، د محلي امارتي ادارو د کړنو، فعالیتونو او برنامو او همدارنګه د یادې قول اردو د مجاهدینو د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړي.

هغوی ویلي، چې په دغو ولایتونو او ۲۱۷ عمري قول اردو کې امارتي ادارې او مجاهدین د اسلامي امارت د مشرانو په لارښوونو شپه او ورځ د خدماتو برابرولو، د امنیت تامین او د خلکو د ارام او هوساینې لپاره کوښښونه کوي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.

دغه‌راز ښوونه او روزنه، روغتیایي کلینیکونه، مواصلاتي لارې، انرژي او برېښنا او د نورو پراختیایي پروژو پلي کول یې د یادو ولایتونو د خلکو اړتیاوې بللې او د اسلامي امارت له رهبري او مسولینو یې غوښتي، چې دغو برخو ته پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي دغو ولایتونو ته په سفر او له والیانو، مسوولینو، علماوو او متنفذینو سره په کتنو او له ۲۱۷ عمري قول اردو، د بدخشان ولایت کشم ولسوالۍ او د کندز سپین زر شرکت څخه په لیدنو خوښۍ څرګنده او د وروستیو سېلابونو له زیانمنو شویو سره یې همدردي څرګنده کړې.

د خدای تعالی په دربار کې یې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو او نورو زیانمنو ته د عاجلې شفا دعا کړې ده.

د رییس الوزرا اداري مرستیال د یادو لیدنو او کتنو د ګډونوالو او د سپین زر شرکت د مسولینو نظریات، وړاندیزونه او ستونزې اورېدلې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د خدماتو رسول، د امنیت تامین او د خلکو هوسایي نه یوازې خپله دنده، بلکې خپل ویاړ بولي او د اسلامي امارت مسولین او مجاهدین چې په هر مقام او موقف کې دي باید په پورتینو او د ورسپارل شویو چارو په ترسره کولو کې خپلې هڅې درېغ نه کړي .

ښاغلي حنفي زیاته کړې، چې باکیفیته ښوونې او روزنې، روغتیا، معیاري مواصلاتي لارو او انرژي او برېښنا ته د خلکو لاسرسی د هغوی له لومړنیو اړتیاوو څخه دي او اسلامي امارت به د امکان تر حده رسیدنه ورته وکړي.