د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د تېرې ادارې د ټرانسپورت وزارت سرپرست حسن مبارک عزیزي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې حسن مبارک عزیزي له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون او اسلامي امارت څخه مننه کړې چې بهر مېشتو پخوانیو مقاماتو او شخصیتونو ته یې د بېرته راتګ ښه زمینه برابره کړې.
حسن مبارک عزیزي ویلي؛ په بهر کې د مېشتو افغانانو ذهنیت بدلون کړی او ډېر شخصیتونه چمتو دي، چې هېواد ته را وګرځي ځګه چې په هېواد کې عیني شرایط او وضعیت له هغه څه سره ډېر توپير لري، چې یو شمېر مغرضې کړۍ او بهر مېشتې رسنۍ یې تبلیغ کوي.
نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې ډېر پرمختګونه شوي او خلک ترې خوښ دی.
د تېرې ادارې د ټرانسپورت وزارت سرپرست دغه راز د یو لړ موضوعاتو په اړه خپلې مشورې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له حسن مبارک عزیزي څخه د مننې ترڅنګ ویلي، په افغانستان کې ټولو هېوادوالو ته د سوکاله ژوند زمینه برابره ده او اسلامي امارت ټول افغانان خپل اتباع ګڼي.
نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت موخه په افغانستان کې د تلپاتي امن او ثبات ټینګښت، د هېواد ابادي او پرمختګ دی او اړتیا ده، چې ټول افغانان په دې برخه کې همکاري وکړي.

