د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست له لوري پانګوالو ته د جواز ورکولو پروسې د څرنګوالي په اړه د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله تعالی د حکم د پلي کېدو په موخه د اړوندو وزارتونو او ادارو له استازو سره د همغږۍ غونډه کړې.
دا غونډه چې نن چهارشنبه (ذوالقعده ۲۰مه/ غبرګولي ۹مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د پانګونې اسانتيا ریيس انجينر احمد ضياء خالد ویلي؛ اسلامي امارت په هېواد کې پانګونې لپاره ځانګړې پاملرنه لري او دا خپل مسؤليت ګڼي ترڅو د هېوادوالو د هوسا ژوند په موخه د پانګونې لپاره زمينه برابره کړي.
همدا راز نوموړي زياته کړې؛ موږ مکلف يو، ترڅو د اسلامي نظام په چوکاټ کې خپل دردېدلي او کړېدلي ولس ته اسانتياوې رامنځته کړو، پانګوال وهڅوو او د جواز اخيستلو په برخه کې ورته اسانتياوې برابرې کړو.
همدا راز په غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د واحد چتر ریيس عطاء محمد همت د جواز ورکولو په برخه کې د اسانتياو په اړه پريزنټيشن وړاندې کړی او پخپلو خبرو کې يې ویلي؛ له واحد چتر څخه موخه د خدمتونو معياري کول، د پروسو ساده کول، روڼتيا، د بې ځايه لګښتونو مخنيوی، د پانګوالو ملاتړ او هڅونه، د مراجعينو ستونزو ته رسېدنه او د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي ده.
د غونډې د ګډونوالو له نظرونو او وړانديزونو اورېدلو وروسته د پانګونې اسانتيا ریيس پرېکړه کړې، چې اړونده ادارې دې خپل يو يو استازی د واحد چتر رياست ته ور وپیژني او ياد رياست دې د معلوماتو له راټولولو وروسته طرحه وروستۍ کړي او اړوندو ادارو څخه دې تایيدي ترلاسه کړي.

