د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د کابل پوهنتون له رییس ډاکټر اسامه عزیز او د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي له رییس پوهنمل صفي الله جوهر سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د کرنې وزارت د څېړونکو او د پوهنتون د استادانو ترمنځ د ګډې څېړنې، د دوو بنسټونو د اسانتیاوو د شریکولو، په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې د علمي مقالو د خپرېدو، د ولایتونو د کرنې ریاست او د لوړو زده کړو د پوهنځیو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو، د هېواد خوړو خوندیتوب او ځان بسیاینې په پار د نظرونو شریکولو او همغږۍ په موخه د کابل پوهنتون د پروفیسورانو او متخصصینو ګډې کمېټې پر جوړولو خبرې شوې دي.
مولوي عطاء الله عمري ویلي؛ موخه مو یوه ده، زه د کرنې وزارت د مسول په توګه له کابل پوهنتون سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوم، غوره ده چې د دوه اړخیزو همکاريو هوکړه ليک ولرو.
د کابل پوهنتون رییس ویلي؛ غواړو چې علمي او عملي فعاليتونه سره يو ځاى شي او دا کار د کابل پوهنتون او د کرنې وزارت له لارې ترسره کېږي، موږ په بېلابېلو برخو کې له کرنې وزارت سره همکاري کوو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د څېړنو او د نباتي او حیواني ناروغیو د درملنې په موخه د کابل پوهنتون له استادانو او متخصصینو سره همغږی دی او د خپلو پروژو په پلي کولو کې د کابل پوهنتون د استادانو نظرونه په پام کې نیسي.

