د میدان وردګو ولایت صنعت او سوداګرۍ ریاست کې د مېرمنو د صنعت او سوداګرۍ خونه پرانيستل شوه.
په دغه پرانیست غونډه کې د یاد ولایت مسولینو ویلي، خوښ یو چې په میدان وردګو ولایت کې د متشبثو مېرمنو د صنعت او سوداګرۍ د ودې لپاره د اسلام د اصولو سره سم د صنعت او سوداګرۍ خونه پرانيستل کيږي.
د نوموړو په وينا بي بي خديجه رضی الله عنها په اسلام کې لومړنۍ مېرمن وه چې سوداګري يې کوله او په وينا یې اسلامي امارت د شريعت د اصولو پر بنا ژمن دی، چې مېرمنو ته په یاده برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
بل خوا د مېرمنو د صنعت او سوداګرۍ مرکزي خونې مرستيالې اغلې فریبا نوري د میدان وردګو ولایت مقام او صنعت، سوداګرۍ له ریاست مننه کړې، چې د شریعت په چوکاټ کې یې دوی ته د صنعت او سوداګرۍ خونې د پرانیستو زمینه برابره کړه.
نوموړې ویلي؛ په ټول هېواد کې ۱۰۰ زره مېرمنې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې کار کوي، چې نهه زره یې د کار کولو رسمي جوازونه لري.
د آغلې نوري پر وينا دوی په میدان وردګو ولایت کې هڅه کوي تر څو ميرمنو ته د لاسي صنايعو، کرهڼيزو محصولاتو د تولید په برخو کې د شريعت د اصولو سره برابر د کار کولو زمینه برابره کړي.
د یادولو وړ ده، چې د صنعت او سوداګرۍ ریاست ژمنه کړې، چې په میدان وردګو ولایت کې به بې وزله مېرمنو ته د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

