ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسپانیا، ایرلنډ او ناروې فلسطین په رسمي ډول د یوه دولت په توګه وپېژاند

د اسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز پرون سې‌شنبه په رسمي ډول اعلان وکړ، چې هېواد یې فلسطین په رسمیت وپېژاند.

نوموړي دا تاریخي اقدام او د فلسطینیانو مشروع حق ګڼلی دی.

ښاغلي پیډرو سانچیز د غبرګولي یا جوزا میاشتې په درېیمه نېټه بروکسل کې د اروپايي ټولنې له سرمشریزې وروسته اعلان وکړ، چې هېواد یې له ایرلنډ، مالت او اسلووني سره هوکړه کړې، تر څو د فلسطین دولت د رسمیت پېژندلو لپاره لومړني ګامونه واخلي.

له دې سره هم‌مهاله ایرلنډ او ناروې هم په رسمي ډول فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپېژاند.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایده او د ایرلنډ لومړي وزیر سیمون هریس هم پرون سې‌شنبه اعلان وکړ، چې ډېر ژر به له فلسطین سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پېل کړي.

یادو هېوادونو هیله څرګنده کړې، چې د دوی پرېکړه به د اروپايي ټولنې نورو هېوادونو ته الهام وګرځي.

د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه د روسیې، چین او هند په ګډون۱۴۴ یې د فلسطین دولت په رسمیت پېژني.