د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اسلامي امارت د افغانستان ریښتینی ځواک ګڼلی.
د روسيې د بهرنیو چارو وزیر رسنیو ته ویلي، “اسلامي امارت په افغانستان کې رښتینۍ ځواک دی. چین او موږ هېڅکله په افغانستان کې خپل سفارت نه دی تړلی، د اسلامي امارت سفیر د نورو هېوادونو د سفیرانو ترڅنګ خپل باورلیک د چین ولسمشر ته وسپاره او بالاخره قزاقستان پرېکړه وکړه، تر څو د افغانستان نوم له ممنوعه نوملړ څخه لیرې کړي او موږ هم ورته هوډ لرو.”
سرګي لاوروف ټینګار کړی، چې اسلامي امارت ریښتینۍ ځواک دی او په مرکزي اسیا کې موږ سره له خپلو ملګرو هېوادونو د افغانستان په تړاو بېغوره نه یو.
ښاغلی لاوروف دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې روسیې پرېکړه کړې تر څو اسلامي امارت د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه وباسي.
قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د روسیې یاده پرېکړه ستایلې او دا یې یو منطقي عمل بللی دی.
ورته مهال د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي؛ روسیې افغانستان ته د سنټ پیټرزبورګ په نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د اسلامي امارت غوره بهرني سیاست له افغانستان سره د سیمې او نړۍ د هېوادونو تعامل ته زمینه برابره کړې ده.
تازه د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بدخشان کې یوې غونډې ته ویلي، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ نه پېښیږي.
افغانستان اوس مهال د اسلامي امارت د متوازن بهرني او اقتصاد محوره سیاست په پایله کې نږدې له ۴۰ هېوادونو سره سیاسي استازولۍ لري.

