ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسپانیا په رسمي ډول فلسطین په رسمیت و پېژاند

د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز په رسمي ډول اعلان وکړ، چې هېواد یې فلسطین په رسمیت وپېژاند.

نوموړي دا تاریخي اقدام او د فلسطینیانو مشروع حق ګڼلی دی.

ښاغلي پدرو سانچز د غبرګولي یا جوزا میاشتې په درېیمه نېټه بروکسل کې د اروپايي ټولنې له سرمشریزې وروسته اعلان وکړ، چې هېواد یې له ایرلنډ، مالت او اسلووني سره هوکړه کړې، تر څو د فلسطین دولت د رسمیت پېژندلو لپاره لومړني ګامونه واخلي.

د افغانستان اسلامي امارت د یادو هېوادونو له دې اقدام هرکلی کړی و.

د اسپانیا لومړي وزیر نن سې‌شنبه د فلسطین د رسمیت پېژندنې اعلان وکړ او دا یې د فلسطین د خلکو مشروع حق او تاریخي اقدام یاد کړ.