د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې اسلامي امارت د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه باسو.
دا وړاندیز د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو له لوري په ګډه شوی، چې له مخې به یې ولسمشر پوتین د ممنوعه سازمانونو له لیست څخه اسلامي امارت و ایستلای شي.
سرګي لاوروف رسنیو سره په خبرو کې ویلي؛ دا ګام د افغانستان عیني واقعیتونو پېژندنې په مانا دی.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت یو ریښتینی ځواک دی او نږدې اړیکې ورسره لري.
د افغانستان لپاره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ضمیرکابلوف هم ویلي، چې د اسلامي امارت حکومت د رسمیت پېژندنې پر لور ډېر مثبت ګامونه اخیستي دي.
د دې تر څنګ ښاغلي کابلوف د روسیې دولتي اژانس ټاس ته ویلي، چې افغانستان ته یې د سنټ پیټرزبورګ په نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه هم ورکړې ده.
دغه ناسته د راتلونکې جون میاشتې له پینځمې تر اتمې نېټې په سنټ پېټرزبورګ ښار کې جوړیږي.

