د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دویم فاز ساختماني چارې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي بخت الرحمن شرافت، د هرات ولایت د والي شیخ مولانا اسلام جار، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي او یو شمېرنورو سیمه ییزو مسولینو په شتون کې پیل شوې.
ښاغلي شرافت د يادې پروژې د پرانیست غونډې پرمهال ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې افغانستان د سيمه ييزو او نړيوالو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزې څلورلارې بدل کړي.
نوموړي زياته کړې؛ سيمه ييز هېوادونه باید په افغانستان کې د پانګونې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي او د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت او پراختيا لپاره لا زیاتې هلې ځلې وکړي.
دغه پروژه د ۴۷.۳ کیلو متره په اوږدوالي سره د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د رباط پریان له سیمې څخه پیل د یاد ولایت تر هوایي ډګر پورې رسیږي، چې په بشپړېدو سره به يې د هرات صنعتي ښارګوټی هم د ايران له لارې له اروپايي هېوادونو سره وصل شي.
د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دویمه برخه د دې مسير وروستی فاز دی، چې د رغونې تړون يې د ګاما نړيوال ساختماني شرکت سره د ۵۳ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د روان ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل په ۹مه نېټه لاسلیک شوی وو.
د خواف-هرات ريل پټلۍ مسير ټولټال څلور برخې لري، چې دوې برخې یې ۷۳ کیلومتره په ایران هېواد او ۱۵۲ کیلومتره یې په افغانستان کې غځېدلي دي د یادونې وړده، چې د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وصل شي او د سودا ګریزو توکو د لېږد رالېږد بیې د کمښت او چټکتیا تر څنګ به په یاده پروژه کې سلګونه هېوادوال په کار بوخت شي.
دغه راز به د ریل پټلۍ په واسطه د نړۍ هېوادونو ته د ځمکې له لارې د مسافرینو د تګ راتګ زمینه برابره شي.

