ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ حمدالله نعماني د طبیعي پېښو څخه زیانمن شویو او بې سرپناه افغانانو سره د مرستې راټولولو په موخه له ټاکل شوې کمېټې سره ناسته کړې

د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ هغې کمېټې ناسته کړې، چې په جوړښت کې یې د مالیې وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، د اقتصاد وزارت، او طبعي پېښو ته د چمتوالي وزارت یې غړیتوب لري.

یاده ناسته د ریاست الوزرا عالي مقام د (۵۳۴۹) ګڼې حکم د پلي کېدو په موخه ترسره شوې.

په ناسته کې خبرې شوي، چې څنګه کېدلی شي د سېلاب ځپلو، داخلي بې ځایه شویو، د نورو طبعي پېښو څخه زیانمن شویو او بې سرپناه افغانانو سره د مرستې راټولولو چارې چټکې پر مخ ولاړې شي او له امله یې زیانمنو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته وشي.

شیخ حمدالله نعماني د هر وزارت لپاره خپل کاري برخه ځانګړې کړې او غوښتنه یې کړې، چې ټولې چارې دې په همغږۍ او همکارۍ پر مخ لاړې شي.

په پام کې ده چې د مالیې وزارت له لوري به د یادې موخې په پار په سوداګریزو بانکونو کې بانکي حسابونه پرانیستل شي.

یاده ناسته کې له ټولو په کور دننه او بهر مېشتو افغانانو، ملي او نړیوالو بنسټونو او نورو حکمي او حقیقي اشخاصو غوښتنه شوې، چې خپلې مرستې د رامنځته کېدونکو بانکي حسابونو له لارې ترسره کړي او یوه رڼه پته پیدا او له مخې یې اړمنو هېوادوالو سره مرستې وشي.

په پام کې ده، چې د یادې کمېټې دویمه ناسته به د همدې اونۍ په اوږدو کې ترسره او تر هغې به اړوند وزارتونه د لومړنیو اقداماتو او سروې په موخه خپل، خپل پلانونه ترتیب او د وروستۍ پریکړې په موخه به یې په راتلونکې ناسته کې د کمېټې له مشرتابه سره شریک کړي.