د قطر سرې میاشتې د مرستو او نړیوالې پراختیا رییس دوکتور محمد صلاح ابراهیم او ورسره مل پلاوي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د راستنو شوو کډوالو په اړتیاوو او د وروستیو سېلابونو له امله بېځایه شویو ته د بشري مرستو په رسولو خبرې شوې دي.
یاده لیدنه کې نوموړي ژمنه کړې، چې د کډوالو په ښارګوټو کې به راستنو شوو کډوالو لپاره کورونه جوړ کړي، خو د تعداد په اړه به یې د قطر خیریه صندوق سره تر مشورو وروسته معلومات شریک او عملا به یې په چارو پیل وکړي.

